د فراه ولايت امنيه قومانداني وايي په تېرو دريو مياشتو کې په ګډو هوايي او ځمکنيو پوځي عملياتو کې تر٩٠ زيات وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د امنيې قوماندانۍ وياند محب اله محب له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل، په وژل شويو کې د طالبانو مهم مشران هم شامل دي.
هغه زیاته کړه: "تر ٩٠ زيات تروريست طالبان وژل شوي چې په وژل شويو کې د هغوى مهم قوماندان هم شامل دي، لکه د اناردرې لپاره د طالبانو تش په نوم ولسوال شيخ منصور، د ٢٠ ولايتونو لپاره د طالبانو د پوځي کمېسيون مشر مولوي کامران او د طالبانو بل کليدي قوماندان مولوي داود."
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند وايي د خاک سفيد لپاره د طالبانو تش په نوم ولسوال مولوي باري هم وژل شوى دى.
محب اله محب وايي، د دغو دريو مياشتو پر مهال په پوځي عملياتو کې ٢٣ وسله وال طالبان ټپيان شوي او ١٢ نور نيول شوي دي.
وسله والو طالبانو په فراه کې د تلفاتو د وروستيو ادعاوو په اړه څه نه دي ويلي.