د ایران ولسمشر جاپان ته لاړ

د ایران ولسمشر حسن روحاني په داسې حال کې جاپان ته تللی چې دا هیواد هڅه کوي د امریکا او ایران ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا په اوج کې منځګړتوب وکړي.

روحاني د ایران لومړنی ولسمشر دی چې له شاوخوا شلو کلونو وروسته جاپان ته سفر کوي.

دی وروسته له دې دا سفر کوي چې د جاپان صدراعظم شینزو ابې د جون په میاشت کې په څلوېښتو کلونو کې د جاپان د لومړني صدراعظم په توګه تهران ته سفر وکړ.