کمیسیون: شنبه یا یکشنبه پایلې اعلانوو

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، د ولسمشرۍ د انتخاباتو ابتدايي پایلې به سبا یا بل سبا اعلان کړي.

د دې کمیسیون ویندوی ذبیح سادات نن (جمعه) ازادي راډیو ته وویل، حاضردمه د بغلان او فاریاب ولایتونو د پایلو پر پاڼو له تخنیکي پلوه غور کېږي.

ده زیاته کړه:

زموږ تخنیکي همکاران پرې کار کوي چې په سیستم کې یې ثبت کړي. او بالاخره د کمیسیون مشران پرې پرېکړه وکوي. نهايي هڅه کوو چې د د دې اوونۍ په لومړیو کې یعني سبا یا بل سبا ابتدايي پایلې اعلان کړو.»

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې په ۷ ولایتونو کې، چې د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډلې د رایو بیا شمېرلو مخه نیولې وه، دا بهیر بشپړ کړی دی.

ټاکل شوې وه چې د میزان د شپږمې نېټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پایلې د میزان په ۲۷ نېټه اعلان شي.