د بریتانیا پارلمان پر برګزیت رایې اخلي

ټاکل شوې ده چې د بریتانیا د پارلمان غړي نن (جمعه) د راتلونکي ۲۰۲۰ د جنورۍ تر یودېرشمې پورې له اروپايي اتحادیې څخه د خپل هیواد د وتلو یا برګزیټ په اړه د صدراعظم بوریس جانسن پلان رایو ته وړاندې کړي.

جانسن د نن ورځې تر رای اچولو وړاندې د بریتانیا د عوامو جرګې ته وویل:

«نن کومه ژمنه چې موږ خلکو ته ورکړې، پوره کوو او برګزیت د کرسمیس تر پایه رایو ته وړاندې کوو.»

جانس د تېرې اوونۍ په عامو انتخاباتو کې اکثریت ترلاسه کړی و.

د برګزیټ مخالفان وايي چې د بریتانیا د صدراعظم له لوري وړاندې شوې لایحه به دا هیواد له نامعلوم حالت سره مخامخ کړي.