په مزارشریف کې د قیصاري له وسله والو سره د پولیسو نښته روانه ده

پولیسو د قیصاري کور محاصره کړی دی

د بلخ پولیس وايي چې په مزارشریف ښار کې د ملي جنبش د یوه پخواني قوماندان نظام الدین قیصاري د غیرمسوولو وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده.

له مزارشریف ښاره د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې، نښته تېره شپه لس بجې وروسته له دې پیل شوه چې پولیسو د قیصاري او د هغه د وسله والو کسانو د نیولو هڅه وکړه.

په دې نښته کې دواړه خواوې له درنو او سپکو وسلو کار اخلي.

تراوسه د مرګ ژوبلو په اړه معلومات نشته خو د پېښې ځای د ښار په یوه ګڼه ګوڼه ساحه کې دی.

ویل کېږي چې پولیسو غوښتل چې قیصاري او د هغه وسله وال کسان له یوه غضب شوي کوره وباسي.