روسیه: په نړیوال لوبو کې پر روسي ورزشکارانو بندیز ناسم او نامعقول دی

ارشیف

د روسیې د المپیک کمیټې د المپیک په نړیوالو لوبو کې پر روسي ورزشکارانو بندیز ناسم او غیر معقول اقدام ګڼلې دی.

د دې کمیټې مشر ستانیسلاف پوزد نیایکوف د دوشنبه په ورځ په مسکو کې یوې خبري غونډي ته وویل روسي ورزشکاران به د توکیو په اولمپیک کې ګډون وکړي.

هغه زیاتوي: "مونږ ډاډه یو چې د روسیې ورزشکاران به د هغې ډلې د یوې برخې په توګه چې د روسیې د اولمپیک کمیټه یې جوړوي، د توکیو المپیک لوبو ته ولاړ شي، مونږ به تر خپله وسه پورې هر هغه څه وکړو چې ډاډه شو د روسیې د المپیک ډله په جاپان کې د روسیې تر درې رنګه بیرغ لاندي سیالۍ وکړي."

نوموړي زیاته کړه چې د ډوپینګ ضد نړیوالې ادارې پریکړه د روسي لوبغاړو د برابرۍ او هم د بشري او مدني حقونو څخه سترګي پټوي.

د دوپینګ ضد نړیوالې ادارې د اجرائیوې کمیټې د ډسمبر پر نهمه د روسیې لوبغاړي او چارواکي د څلورو کلونو لپاره په المپیک لوبو او نړیوالې اتلولۍ کې له ګډونه منع کړل.

دا کمیټه وایې مسکو په هغو لابراتواري اسنادو کې مداخله کړې او جعلي اسناد یې په کې ځای پرځای کړي چې د ډوپینګ په آزموینو کې د نشه یې موادو د مثبتو پېښو په پېژندلو کې مرسته کوي.