ايت الله علي سيستاني وايي اعتراض کوونکي دې ملکيتونه نه زيانمنوي

ايت الله علي سيستاني

د عراق وتلي شيعه ملا، ايت الله علي سيستاني په عراق کې د حکومت-ضد مظاهره چيانو په وړاندې د ځواک کارول وغندل.

هغه له مظاهره چيانو غوښتنه وکړه، چې د تاوتريخوالي او ورانکارۍ له اعمالو ډډه وکړي.

علي سيستاني له پارلمانه هم غوښتنه وکړه، چې د اوسنۍ کابينې له ملاتړه لاس واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اکتوبر له لومړيو د اعتراضونو پر مهال لږ تر لږه ٣٥٠ کسان وژل شوي او په زرګونو نور ټپيان شوي دي.

د عراق وتلي ملا ايت الله علي سيستاني نن په کربلا ښار کې د جمعې تر لمانځه وروسته وويل:

”موږ يو وار بيا ټينګار کوو، چې د سوله ييزو اعتراض کوونکو په وړاندې حملې منع دي. د اصلاحاتو لپاره د هغوى د غوښتنې د حق مخنيوى هم منع دى. ټينګار کوو چې پر خصوصي او عامه ملکيتونو حمله کول هم منع دي، نفوذي کسان او د هغوى متحدان دې هم نه پرېښوول کېږي، چې پر دغو ملکيتونو حمله وکړي.“

د عراق وګړي په بغداد او د جنوب په نورو ښارونو کې چې اکثريت اوسېدونکي يې شيعه ګان دي په اعتراض لارو کوڅو ته وتلي دي.

دوى وايي کارونه غواړي، د اداري فساد په وړاندې مبارزه او د عمومي خدماتو ښه کېدل غواړي.