سټولټنبرګ: په افغانستان کې د سولې د مذاکرو هرکلى کوو

ينس سټولټنبرګ

د ناټو سرمنشي په افغانستان کې د سولې د مذاکرو هرکلى وکړ.

ينس سټولټنبرګ نن دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون افغانستان ته ناڅاپي سفر وکړ.

ښاغلي سټولټنبرګ نن د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې يوه کنفرانس ته وويل:

”په افغانستان کې د سولې د مذاکرو هرکلى کوو. طالبانو ته په کار ده پر يوه باوري موافقه د سلا کېدو لپاره واقعي جوړجاړى وښيي. ناټو د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي، چې د سولې لپاره شرايط برابر شي.“

په عين حال کې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په بګرام پوځي اډه کې وويل، امريکا له طالبانو سره د سولې خبرې له سره پيل کړي دي.

وسلوالو طالبانو له امريکايي لوري سره مخامخ مذاکرو ته چمتووالى ښوولى دى.

رويټرز اژانس د طالبانو په حواله راپور ورکړى، چې دغې ډلې د دې اوونۍ له پيله د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امريکا له لوړ رتبه چارواکو سره کتلي دي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې مذاکرې په تېره سپټمبر مياشت کې وروسته له هغې لغوه کړې، چې په کابل کې د طالبانو په يوه حمله کې ١٢ کسان ووژل شول، چې په کې امريکايي و.