په کاپيسا کې د طالبانو يو نظامي مسوول وژل شوى دى

د کاپيسا ولايت چارواکي وايي په يوه هوايي حمله کې د دغه ولايت لپاره د طالبانو د پوځي کمېټې تش په نوم مسوول وژل شوى دى.

د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالشايق شورش نن ازادۍ راډيو ته وويل، د طالبانو دغه پوځي مسوول قاري نظرګل په اله ساى ولسوالۍ کې د افغانستان د هوايي ځواک له خوا په نښه شوى دى.

ښاغلى شورش وايي دغه کس په کاپيسا کې د طالبانو مهم غړى و، چې د افغان قواوو په وړاندې په زياتو حملو کې يې لاس درلود.

وسلوالو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.