د ثبات او همپالنې په لسګونو پلويانو لاريون وکړ

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم په لسګونو پلويانو نن په کابل کې لاريون وکړ.

لاریون د هغه څه د مخنیوي لپاره کېږي چې دوی یې په انتخاباتو کې تقلب بولي.

دغې انتخاباتي ډلې په شپږو مادو کې پرېکړه ليک هم خپور کړى دى.

په پرېکړه ليک کې ويل شوي، که د ټاکنو خپلواک کميسيون او اړوند بنسټونه د دې ډلې مشروع غوښتنې په پام کې ونه نيسي، دغه ډله به د خلکو د واقعي ارادې د عملي کېدو لپاره له ټولو مشروع او سوله ييزو لارو چارو کار واخلي.

د ثبات او همپالنې ډله وايي، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون باید هغه شاوخوا ۳۰۰ زره رایې چې دوی یې تقلبي بولي، له سیسټم څخه وباسي خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې د قانون پر خلاف کار یې نه دی کړی.