د طالبانو پلاوی ایران ته تللی

ارشیف

د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی ایران ته تللی او هلته‌یې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره کتلي دي.

دا خبره په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل ټویټر باندې لیکلې ده.

هغه وايي: "نن د (نومبر ۲۶مه) د ا.ا. امارت سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر محترم ملا برادر اخند او ورسره هيئت‌یې د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزیر جواد ظریف او ورسره هيئت سره په تهران کې وکتل، دواړو خواوو د افغانستان د مسئلې په سوله‌ییز حل او د سولې د پروسې په هکله تفصیلي خبرې وکړې."

هغه لیکلي چې پرون سې شنبه د طالبانو د مرستیال او د سیاسي ډلې د مشر ملا برادر په مشرۍ پلاوي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره د افغانستان د سولې پر مسئله خبرې کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه پورې تهران ته د طالبانو د دغه پلاوي د سفر په اړه کومه تبصره نه‌ده کړې.

له دې مخکې هم د سپټمبر په میاشت کې د طالبانو یو پلاوی تهران ته تللی و.

د افغانستان حکومت تهران ته د طالبانو د تازه سفر په اړه تر اوسه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی، خو پخوا یې ویلي و چې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د سفر پر ځای دې طالبان راساً له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

دوی د طالبانو دا سفرونه بې‌ګټې بللي و.

د امریکا دفاع وزارت د نومبر په ۱۹مه په یوه اعلامیه کې ایران تورن کړی و چې حزب‌الله، شیعه عراقي وسله‌والو ډلو، د یمن حوثیانو، ځیني فلسطیني ډلو، طالبانو او بحریني شیعه وسله‌والو ته مالي سرچینې برابروي، سیاسي ملاتړ ترې کوي او روزنه ورکوي.

ایران تل د امریکا دا تورونه رد کړي دي.