البانیا کې زلزلې ۶ کسه وژلي

د زلزلې مرکز د رپوټونو پر اساس د البانیا د مرکز ، تیرانا په دېرش کیلومټرۍ کې و.

په البانیا کې ۶ تنه د سختې زلزلې له امله وژل شوي او ۳۰۰ نور زخمیان شوي دي.

چارواکو ویلي چې نن، د نومبر په ۲۶مه، سهار وختي د زلزلې له امله ډېرې ودانۍ نړېدلې دي.

د امریکا دمتحدو ایالتونو د جیولوژیکي سروې ادارې ویلي چې د زلزلې شدت ۶ اعشاریه ۴ درجې و.

د زلزلې مرکز د رپوټونو پر اساس د البانیا د مرکز ، تیرانا په دېرش کیلومټرۍ کې و.

خو د البانیا په هغو سیمو کې چې د سمندر پر غاړه پرتې دي، تر لومړي ټکان وروسته دوه نور ټکنانونه چې دواړه تر ۵ درجې زیات و، احساس شوي دي.

د البانیا ولسمشر ، ایلرمیتا خبریالانوته ویلي چې په سیمه کې وضعیت ډېر ډراماتیک دی خو د خلکو د ژغورنې لپاره ټولې هڅې پېل شوې دي.

د البانیا صدراعظم ایدي راما ویلي چې ګاونډیو هېوادونو، اروپايي اتحاديې او دامریکا متحدو ایالتونو وړاندیز ورته کړی چې مرستې به ور واستوي.

ایدي راما ویلي چې د کوسوا ولسمشر هاشم تاچي ورته ویلي چې د بېړنیو مرستو ډلګۍ یې د خلکو د ژغورلو لپاره البانیا ته روانې شوې دي.