له حامد کرزي سره ځانګړې مرکه

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي چې حکومت د اوربند په پلمه باید د سولې د پروسې پر وړاندې ونه درېږي.
ښاغلي کرزي له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې اوس مهال امریکا او طالبان غواړي په دې هېواد کې سوله ټینګه شي، خو افغان حکومت په یوه ډول سره په دې برخه کې خنډ جوړوي.
د ازادي راډیو خبریال نسیم شفق په دې اړه له ښاغلي کرزي سره غږېدلی دی.