چک جمهوريت سر له راتلونکي کاله د بګرام پوځي اډې د امنيت ټينګول بندوي

چک جمهوريت ويلي چې پوځيان به يې سر له راتلونکي کاله د بګرام پوځي اډې ساتنه بنده کړي.

د چک خبري اژانس په حواله، د دغه هېواد دفاع وزير لُبومير مينتار پرون ويلي دا کار په افغانستان کې د چک د ماموريت د پاى ته رسېدو له شرايطو سره سم کېږي.

په ٢٠٢٠ م کال، په افغانستان کې د چک جمهوريت د ماموريت له ختمېدو سره به دغه هېواد د افغانستان د ځانګړو ځواکونو پر روزنه تمرکز کوي.

په ٢٠٢٠م کال کې به افغانستان ته د طبي پوځي ټيم تر استولو وروسته افغان پوځيانو ته طبي مرستې برابروي.

دا مهال په افغانستان کې د چکي سرتېرو شمېر ٢٥٠ ته رسېږي، چې ١٧٠ تنه يې د بګرام پوځي اډې د ګزمې تر څنګ دفاعي مسووليتونه لري.

د چک جمهوريت سرتېري له شپږو کلونو راهيسې د بګرام پوځي اډې په ساتنه کې همکاري کوي.