عراق: د امنيتي ځواکونو په ډزو ٥ کسان وژل شوي دي

امنيتي ځواکونو د عراق په جنوب کې پر اعتراض کوونکو ډزې کړي، لږ تر لږه ٥ کسان يې وژلي په لسګونو نور يې ټپيان کړي دي.

پوليس او روغتيايي سرچينې وايي، لږ تر لږه ٢ کسان نن هغه وخت ووژل شول او تر ٧٠ زيات نور ټپيان شول، چې امنيتي ځواکونو بصرې ته نږدې په ام قصر بندري ښار کې د مظاهره چيانو د تيت و پرک کولو لپاره ډزې وکړې.

بلخوا تېره شپه اعتراض کوونکي د ښار پر درېيو پلونو راټول شوي وو، چې امنيتي ځواکونو يې د تيت و پرک کولو لپاره وژونکې وسلې او اوښکي بهوونکي ګاز کارولي او درې کسان يې په نتيجه کې وژل شوي دي.

سرچينې وايي تر ٥٠ زيات کسان د شخړو پر مهال تر ډېره د مرميو او د اوښکي بهوونکي ګاز د کارونې په نتيجه کې ټپيان شوي دي.

د اکتوبر له لومړيو په عراق کې د پيل شويو اعتراضونو پر مهال لږ تر لږه ٣٣٠ کسان وژل شوي دي.

دغه اعتراضونه د اداري فساد، بېکارۍ او کمزورو ټولنيزو خدماتو له کبله پيل شوي دي.