"ملي پوځ کندز کې ٨ وسله وال طالبان وژلي"

په کندوز کې د ملي اردو مسوولان وايي د کندوز ښار په بېلابېلو برخو کې د روانو پوځي عملياتو په نتيجه کې ٨ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د خالد د ژمنيو عملياتو په چوکاټ کې د پامير ١١٠ په نوم ګډ پوځي عمليات دوه ورځې مخکې پيل شوې دي.

د ٢١٧ پامير قول اردو مرستيال وياند عبدالهادي جمال نن رسنيو ته وويل: "​د امنيتي قطعاتو د توپچي ضرباتو او ګډو عملياتو په نتيجه کې ٨ طالب تروريستان وژل شوي او ٣ تنه نور يې ټپيان شوي دي."​

د پامير قول اردو مرستيال وياند وايي نن سهار د وسلوالو يو رنجر موټر هم ويشتل شوى، چې درنه وسله ورباندې ځاى پر ځاى شوې وه.

وسلوالو طالبانو د دغو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.