يوهانيس د رومانيا دويم ځلي ټاکنو کې مخکښ ګڼل شوى

په رومانيا کې د نننيو ټاکنو يوه صحنه

داسې ښکاري چې د رومانيا لوېديځ پلوه ولسمشر کلاوس يوهانيس به د ولسمشرۍ په نننيو دويم ځلي انتخاباتو کې بيا د ولسمشر په توګه انتخاب شي.

دغه پخوانى ښوونکى د کيڼ اړخې کانديدې يوواريکا دانڅيلا په وړاندې بريا خپلوي چې تر تېرې مياشتې د دغه هېواد صدراعظمه وه.

د اداري فساد او نورو ستونزو له کبله اعتراضونه د دې سبب شول، چې د ٥٥ کلنې صدراعظمې دانڅيلا حکومت ړنګ شي.

د ٦٠ کلن کلاوس يوهانيس دويمه دوره به د کيڼ اړخو تر څو کلنې واکمنۍ وروسته بېرته رومانيا پر اروپاپلوه مسير برابر کړي.

د کيڼ اړخو واکمني له پراخ اداري فساد او پر قضايي سيسټم له يواړخيزو حملو سره مله وه.