پاپ د اتومي وسلو د له منځه وړو غوښتنه وکړه

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس له سترو هیوادونو وغوښتل چې خپلې اتومي وسلې له منځه یوسي.

پاپ دا خبره نن (یکشنبه) د جاپان په ناګاساکي ښار کې په وینا کې وکړه.

ناګاساکي د جاپان هغه ښار دی چې په دوهمه نړیواله جګړه کې امریکا پرې اتوم بم وغورځاوه چې له کبله یې لسګونه زره تنه ووژل شول خو ورسره دوهمه نړیواله جګړه هم پای ته ورسېده.

ده د ناګاساکي د اتومي بم په هایپوسنټر پارک کې وویل«دا ځای موږ له هغه درد او وحشته ښه خبروي چې موږ انسانان یې یو بل ته پېښولی شو.»

ده همداراز وویل، په دغه ښار کې، چې انسانانو او چاپېریال د اتومي حملې ناورین لیدلی، د وسله والې سیالۍ پر ضد د ږغ پورته کولو لپاره هڅې به هیڅکله کافي نه وي.

په ۱۹۴۵ م کال د امریکا په اتومي حمله کې په ناګاساکي ښار کې ۷۴ زره تنه ووژل شول.

تر دې درې ورځې وړاندې د امریکا جنګي الوتکې د جاپان پر یوه بل ښار هیروشیما اتوم بم غورځولی و چې یولکو ۴۰ زره تنه پکې وژل شوي وو.