حکومت وايي بنديان د جګړې د بندېدو په خاطر تبادله شوي دي

انس حقاني حافظ عبدالرشيد

جمهوري رياست وايي د افغانستان حکومت د جګړې د بندېدو په نيت د امريکايي پوهنتون له دوو استادانو سره د طالبانو درې مهم غړي تبادله کړي دي.

د جمهوري رياست وياند صديق صديقي، نن په کابل کې يوه کنفرانس ته وويل:

”دا واقعاً له زړورتيا ډک تصميم و چې د خلکو د غوښتنې برخلاف و او خلک ورباندې خوښ نه وو. خو ولسمشر د جګړې د بندېدو او د سولې د راتګ لپاره دغه لوى هوډ وکړ.“

ولسمشر محمد اشرف غني د لړم/عقرب پر ٢١ مه، د افغانستان د امريکايي پوهنتون د دوو استادانو کيوين کينګ او تيموتي ويکس د ازادۍ په بدل کې د طالبانو د درېيو غړو انس حقاني، مالي خان او حافظ عبدالرشيد د خوشې کېدو اعلان وکړ.

که څه هم دغه تبادله څو ورځې وځنډېده، تر هغو چې تېره دوشنبه دواړو لوريو د هغې د بشپړېدو خبر تائيد کړ.

دغه دوه استادان د ٢٠١٦میلادي کال په اګست مياشت کې په کابل کې تښتول شوي وو.