د امريکا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت يوه لوړ رتبه چارواکي له روسيې سره پوځي موافقو له کبله پر ترکيې او مصر انتقاد وکړ.
دغه چارواکي خبر دارى ورکړ، که د امريکا دغه متحدان له خپلو دغو پلانونو تر شا نه شي، ښايي بنديزونه ورباندې ولګول شي.
دغه چارواکي چې د نوم نه ښوولو په شرط يې خبرې کولې پرون وويل، که انقره غواړي له واشنګټن سره يې اړيکې ښې شي، په کار ده د روسيې د S-400 ډوله هوايي مدافع د دستګاه له شر څخه ځان بېغمه کړي.
ترکيې چې له روسيې دغه دستګاه رانيولې، ترکيې ته يې انتقال پيل پيل شوى دى.
ترکيه چې د ناټو يو غړى هېواد دى، د روسيې د ميزاييلو د دفاعي سيسټم د پرزو لومړۍ بسته په جولاى مياشت کې ترلاسه کړه، چې له کبله امريکا ترکيې ته د امريکا ساخت F-35 ډوله جنګي جټ الوتکو د خرڅولو پروګرام وځنډاوه.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت دغه چارواکي زياته کړه، امريکا له مصر سره هم کار کوي، چې د ٢ مليارد ډالرو په ارزښت له خپل هغه تړون څخه تر شا شي چې له مخې يې غواړي تر ٢٠ زياتې Su-35 ډوله جنګي جټ الوتکې له روسيې رانيسي.