د ننګرهار چارواکي وايي ٦٥ کسان د غلا، وژنې او د نشه يي موادو د کار و بار په شک نيول شوي دي.
تر دې مخکې د ننګرهار اوسېدونکو د غلا، هدفي وژنو او د نشه يي موادو د کار و بار له زياتېدو شکايت کړى دى.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل رسنيو ته وويل، دغه کسان د پوليسو له خوا نيول شوي دي:
”په تیره اونۍ کې دوي ۶۵ تنه نیولي دي، چې په دوي کې قاتلین، غله، د ځمکو غاصبین او نور شامل دي. له دغو کسانو سره پولیسو وسلې او تقریبا ۳۴۸ کیلو ګرامه بیلابیل نشه يي توکي نیولي، چې د دغو موادو په تور هم پنځه تنه نیول شوي او دا لاسته راوړنې يې په شپږو عملیاتو کې درلودې.“
بلخوا د ننګرهار امنيه قوماندان ډګرمن اېمل نيازي ويلي له نيول شويو کسانو سره به د قانون په چوکاټ کې چلند کېږي.