د امريکا متحدو ايالتونو ويلي په افغانستان کې د هندوستان د پام وړ پانګونې ملاتړ کوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوې چارواکې نانسي ايزو جکسن (Nancy Izzo Jackson) چې د افغانستان د برخې مسووليت ور ترغاړې دى، پرون په واشنګټن کې يوه کنفرانس ته وويل:
”د امريکا متحد ايالتونه په افغانستان کې د هندوستان د پام وړ پانګونې او همکارۍ هرکلى کوي.“
هغې په هغه کنفرانس چې په افغانستان کې د هندوستان پر رول متمرکز و، ويلي:
”موږ به په افغانستان کې د يوې باعزته لاسته راوړنې لپاره د هڅو ملاتړ ته دوام ورکړو، چې د افغانستان پر راتلونکي زموږ پانګونه خوندي کوي.“
هندوستان له ٢٠٠١م کال راهيسې د افغانستان په ملاتړ کې فعال رول لوبولى دى.
دغه هېواد د افغانستان د ملي شورا د ودانۍ د جوړولو تر څنګ په تېرو ١٨ کلونو کې د افغانستان پر بيارغونې ٣ مليارد ډالره لګولي دي.