ټرمپ: تهران غواړي د انټرنټ پرې کولو سره د اعتراضونو پرمهال وژنې پټې کړي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران پر حکومت تور ولګاوه چې د اعتراض کوونکو پر وړاندې د تشدد په اړه خلکو ته د اطلاعاتو د رسېدو مخنیوی کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي چې د ایران حکومت د انټرنټ په پرې کولو سره هڅه کوي په دغه هېواد کې د اعتراضونو پرمهال پر وژنو او تراژیدۍ پرده واچوي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، ګومان کېږي په ایران کې د روانو مظاهرو په ترڅ کې به لږ تر لږه ۱۰۶ کسان وژل شوي وي.

مظاهرې د تېرې جمعې په ورځ وروسته له هغه پیل شوې چې حکومت د تېلو پر وېش ځیره ولګوله او بیې یې لوړې کړې.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران پر حکومت تور ولګاوه چې د اعتراض کوونکو پر وړاندې د تشدد په اړه خلکو ته د اطلاعاتو د رسېدو مخنیوی کوي.

د ایران حکومت په روانه اونۍ کې په دغه هېواد کې د روانو مظاهرو په دوام د انټرنټ خدمات پرې کړل.

ښاغلي ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (نومبر ۲۱مه) پر خپل ټویټر ولیکل، ایران هومره بې ثباته شوی چې رژیم یې د انټرنټ ټول سیسټم قطع کړی، تر څو د ایران ستر ملت د هغه وېروونکي تشدد په اړه چې هلته روان دی، خبرې ونه شي کړای.

ټرمپ زیاتوي، ایراني چارواکي داسې انګیري چې نړۍ به له هغو مرګونو او تراژیدۍ چې عامل یې رژیم دی، بې خبره پاتې شي.

په ایران کې مظاهرې د تېرې جمعې په ورځ وروسته له هغه پیل شوې چې حکومت د تېلو پر وېشلو ځیره ولګوله او د تېلو په بیو کې یې زیاتوالی اعلان کړ.

په همدې حال کې راپورونه وايي چې ایراني چارواکو په تهران او ځینو ولایتونو کې د انټرنټي خدمتونو د بیا فعالولو چارې پیل کړي.

د ایران سپاه پاسداران ځواک پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له څو ورځو ناارامیو وروسته بېرته امنیت ټینګ شوی.

خبرپاڼې د ایران وسله وال پوځ، د هغه څه په خاطر چې د ورانکارو پر وړاندې پروخت اقدام بلل شوی، ستایلی دی.

فارس خبري آژانس پرون پنجشنبې د یوې نامعلومې سرچینې په حواله راپور ورکړ چې د ایران د ملي امنیت شورا په ځینو سیمو کې د انټرنټ د بیا فعالولو په مقصد اقدام تایید کړی دی.

له دې یوه ورځ مخکې اروپايي ټولنې له ایراني چارواکو وغوښتل چې ارتباطاتو ته یوځل بیا د فعالیت اجازه ورکړي او د معترضانو پر وړاندې له زیات زغم څخه کار واخلي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، ګومان کېږي چې په ایران کې د اعتراضونو له پیله تراوسه به لږترلږه ۱۰۶ کسان وژل شوي وي.

ایراني چارواکو د امنیتي ځواکونو په ګډون د یوشمېر کسانو مړینه تایید کړې، خو د دغه سازمان یې ارقام غیر موثق بللي دي.