د حقاني شبکې د غړو پر خوشې کولو د غني او امریکايي چارواکو غور او خبرې

ارشیف

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر اشرف غني، د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر او د ملي امنیت له سلاکار سره د حقاني شبکې د درېیو مهمو غړو د خوشې کولو پر راتلونکو پړاوونو د غور په اړه خبرې کړي.

ولسمشر غني تېره اوونۍ د حقاني شبکې د مشر سراج‌الدین حقاني د ورور انس حقاني او دوو نورو جګپوړو غړو د خوشې کولو پلان اعلان کړ، خو په کابل او لوګر کې د تېرې اوونۍ له حملو وروسته جمهوري ریاست وویل، د دې درېیو کسانو خوشې کېدل وځنډېدل.

د ارګ ویاند صدیق صدیقي نن پر خپل ټویټر لیکلي چې له مایک پامپیو او رابرت اوبراین سره د افغان ولسمشر په جلا ټیلیفوني خبرو کې موافقه وشوه چې اوربند یا په جګړو کې کموالی له سیاسي لارو د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره د بین‌الافغاني خبرو د پیل د شرط په توګه ضروري دی.

د ښاغلي صدیقي بیان زیاتوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سلاکار دواړو په ننګرهار کې د داعش ډلې د له‌منځه وړلو په ګډون د افغان ځواکونو اقدامات وستایل.

د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ ولسمشر محمد اشرف غني ملت ته په پیغام کې اعلان وکړ چې حکومت پرېکړه کړې چې د افغانستان-امریکايي پوهنتون د دوو تنو استادانو د ازادۍ په بدل کې، له بګرام زندانه د انس حقاني په ګډون د حقاني شبکې دوه نور غړي مالي خان او عبدالرشید ازاد کړي.

د افغانستان حکومت همدا ډول د درې لوړپوړو طالب چارواکو ازادي له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل لپاره د ښه نیت زمینه یاده کړه او ویې‌ویل چې په دې سره باید تاوتریخوالی راکم شي.

خو تر دغه اعلان وروسته په همدغه ورځ د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان چاودنه وشوه.

د دغې حملې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

د اعلان پر سبا د چهارشنبې په ورځ بیا د کابل ۱۵مې امنیتي حوزې اړوند په قصبې سیمه کې د ګاردا ورلډ په نوم د یوې بهرنۍ امنیتي کمپنۍ پر موټر موټربم برید وشو چې ۱۲ کسان په‌کې ووژل شول او د یادې امنیتي کمپنۍ د څلورو تنو ساتونکو په ګډون ۲۰ کسان په‌کې ټپیان شول.

د دغو دواړو حملو مسؤلیت تر اوسه چا په غاړه نه‌دی اخیستی او طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي چې دا حملې دوی پورې اړه نه‌لري.