په نورستان کې ۴۰۰۰ کلن لرغونی بڼ

دنورستان ولایت، د واما ولسوالۍ په پراخه او لوړه ساحه کې له زرګونو کالو را په دې خوا اباد دی.

په نورستان کې د ۴۰۰۰ کلن لرغونې بڼ ساتنه ولسونه کوي.

اندر کونډ یا اندر بڼ د نورستان ولایت، د واما ولسوالۍ په پراخه او لوړه ساحه کې له زرګونو کالو راپه دې خوا اباد دی.

تاریخ پوهان وايي چې دغه باغ شاوخوا ۴۰۰۰ کاله لرغونتوب لري.

اندر د پخواني کافرستان رب النوع و، د هغې زمانې د خلکو لخوا په یاد باغ کې د شرابو جوړلو د پاره غټې ِغټې تیږې توږل شوي، په یوه کې يې له انګورو څخه د شرابو د جوړولو کوچنۍ فابریکه او له همدې سره نږدې په دریو نورو کې بیا د شرابو ساتلو لپاره ذخیرې جوړې شوي دي.

په دغو ذخیرو سرونه هم درلودل خو په افغانستان کې د څلویښت کالو جنګونو په دوران کې د بودا مجسمې په څېر دا هم د کفر د پاتو شونو په نوم له منځه وړل شوي دي.

په تېږو کې د دغه باغ د خړوبولو لپاره د اوبو لښتی ایستل شوی دی

په تیږو کې د دغه باغ د خړوبولو لپاره د اوبو لښتی ایستل شوی دی.

که څوک له تیږو څخه دا ټول جوړ شوي شیان وویني، نو فکر به وکړي چې څلور زره کاله وړاندې، دا ذخیرې،لښتي او د شرابو جوړولو ځای څنګه او په کومو وسایلو جوړ شوی دی.

دا ستر باغ تراوسه د قومي تړو او ناغو په وسیله روغ رمټ ساتل شوی خو حکومت ورته پام ندی کړی.

په دغه باغ کې د ډول ډول میوو په زرګونه ونې ولاړې دي.

د وامايي قدیم د کلي امر عبدالحمید په باغ کې دشته میوو په اړه ازادۍ راډیو ته وویل: "مرخڼۍ ،انار ،انګور ،غوزان او لږ لږ تور املوک هم پکې شته، سږکال انارو مرض وکړ او ټولې دانې يې ورژېدې، خو نورې میوې پریمانه شوي دي، د پرونس نه تر بونې پورې ټول خلک راټولیږي او ناغه ماتې کې برخه اخلي، د انګورو او نورو میوو راټولولو د پاره ځانګړې ورځې معلومې دي، دا باغ او میوې يې زموږ د پاره ډېر ګټور دي."

په دې بڼ کې مرخڼۍ ،انار ،انګور ،غوزان او لږ لږ تور املوک هم په کې شته

قومي مشر محمد میران وايي، کله چې د نورستان خلکو د اسلام دین نه ومنلی نو د باغ پر میوو د لګیدلې ناغې سرغړونکی به د پړو ګام په نوم له یو هسک کمر څخه لاندې غورځول کیده چې ومري.

هغه وايي، کله چې نورستانیانو اسلام قبول کړ، د سیمې نوم يې له کافرستان نه نورستان ته واوښته، د باغ ناغې پر خپل ځاي پاتې شوې خو توپیر يې دا شو چې سرغړونکی به نه وژل کیږي.

هغه وړاندې وویل: "د پسرلي اول کې به یوه شورا جوړېده، هغې ته به یو هریو ځوان د کارغه او طوطیانو یوه یوه هګۍ یا د کارغه سر راوړه، که چېرته به يې داکار ونکړنو هغه به د وخت داصولو سره سم جریمه کېده، د کفر وخت کې به له ناغې سرغړونکی دلته د پړوګام په نوم یوځای دی او له هغې به یې غورځاوه چې مړ شي،که سړی به و او که ښځه به وه."

د نورستان د سپین ږیرو په خبره، د میوو په راشکولو د هرکال په پسرلي کې ناغه ايښودل کېږي او د میزان میاشتې په وروستیو کې يې ناغه ماتیږي.

محمد میران زیاته کړه: "بیا وروسته چې کله دا خلک مسلمانان شول، دلته حکومت دینې عالمان راولیږل چې دخلکو ته د اسلام دین زده کړي، هغوی بیا وویل چې د میوې پر سر د یو انسان وژل ظلم دی، نو که په ناغه کې ترې غوا واخلي ښه به وي بیا دانسان وژنه په غوا بدله شوه ."

نورستانیان وایي، د دومره ستر او لرغونې باغ په ساتنه کې تر اوسه حکومت هېڅ همکاري نه ده کړې.

دوی له حکومت او یونسکو غواړې چې اندر بڼ دې د نړۍ د تاریخې بڼونو په لیست کې شامل کړي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ازادۍ راډیو ته وویل چې تردې دمه حکومت د اندرباغ ساتلو کې ولس سره کومه مرسته نه ده کړې.

نورستانیان وایي، د بڼ په ساتنه کې تر اوسه حکومت هېڅ همکاري نه ده کړې

والي زیاته کړه: "دغه تاریخې باغ چې تقریبا ۴۰۰۰ کاله قدامت لري، ډېر تاریخي اثار هم لري چې زیات يې د عصري حجري اثار په کې دي، دغه لرغونی باغ د ولسونو لخوا په یو خاص نظم ساتل شوی دی، د ولسونو لخوا یې دځمکې حفاظت هم کېږي چې څوک يې غصب نه کړي او په کې کورونه جوړ نکړي."

والي هم د ولس په څېر له مرکزي حکومت او یونسکو څخه د یاد بڼ د رغولو لپاره د مرستو غوښتنه کوي.

هغه وايي: " د دې باغ د ساتلو د پاره یو خاص تشویق او پاملرنې ته اړتیا ده، دا باید د یونسکو لخوا نه په فرهنګي میراثونو کې ثبت شي."

د نورستان والي وویل، هڅې یې پیل کړي چې د یاد بڼ درغولو لپاره د حکومت مرستې جلب کړي.

که چېرته د واما په څېر د نورو سیمو اوسیدونکي هم د ځنګلونو، باغونو او د ملي شتمنیو د ساتلو لپاره یو موټی او دغه ډول ناغې وتړل شي، هم به ملي شتمنۍ وساتل شي ولس ته به یې ګټه ورسیږي او سیمه به هم ښکلې پاتې شي.