چارواکي: بلخ او کندز کې ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي

ارشیف

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د افغان هوايي ځواک په څو عملیاتو کې لږ تر لږه 30 تنه طالب وسله وال وژل شوي دي.

د دفاع وزارت د چارواکو په وینا دا هوايي بریدونه یې د دوشنبې په ورځ د بلخ ولایت د کشنده ولسوالۍ په اق کپرک کلي او کندز د دشت ارچي په قرلق کلي کې کړي دي.

د بلخ ولایت د عملیاتو په اړه د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان ازادي راډیو ته وویل: "د طالبانو دا وسله وال هلته راټول شوي وو او پلان یې جوړوه چې هوايي بریدونه پرې وشول او ۱۶تنه یې ووژل شول."

بل خوا د کندز د امنیې قومندان عبدالرشید بشیر وايي، د دوشنبې په مازیګر د دشت ارچي په قرلق سیمه کې د وسله والو پر یو مرکز هوايي برید شوی چې په کې ۱۴کسه وسله وال وژل شوي دي.

د بشیر په وینا په وژل شوي کې یو قومندان او درې سرګروپان شامل دي.