د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کریستوف کاستانیر، هغه کسان سپک او بدمعاشان وبلل چې د ژېړ واسکټو په نوم د حکومت ضد غورځنګ د پیل د لومړۍ کالیزې په مناسبتیې د شنبې د ورځې په مظاهرو کې تاوتریخوالی وکړ.
ده وویل، څه چې د شنبې په ورځ ولیدل شول، کم شمېر یې حقیقي مظاهرهچیان خو زیاتیې د کوڅو خلک (لوچک) ول.
مظاهرهچیانو موټرونو ته اور ورته کړ او د پولیسو خوا تهیې تیږې او بوتلونه وغورځول.
د فرانسې پولیسو د مظاهرهچیانو د تیت پرک کولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز او د اوبو له ټانکرونو څخه کار واخیست.
دا مظاهرې د ژېړ واسکټو د غورځنګ د پیل د لومړنۍ کالیزې په مناسبت وشوې.
د تېر کال په نومبر کې یو شمېر خلکو چې ژېړ واسکټونهیې اغوستي وو، په فرانسه کې د عادلانه اقتصادي اصلاحاتو لپاره اعتراضونه پیل کړل.
د فرانسې پولیسو د روانې اوونۍ د شنبې د ورځې د مظاهرو په لړ کې ۲۶۰ تنه ونیول.
په دې مظاهرو کې شااوخوا ۲۸ زره تنو برخه لرله.