پامپيو: د روسيې او چين په څېر هېوادونو د نورو ازاديو ته خطر پېښ کړى

مايک پامپيو

د امريکا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير خبردارى ورکړ، چې د روسيې او چين په څېر هېوادونو د نورو ملتونو ډيموکراتيکو ازاديو ته خطر پېښ کړى دى.

مايک پامپيو له غربي متحدانو غوښتنه وکړه، چې د خپلې ازادۍ دفاع دې وکړي.

د جرمني په پلازمېنه کې د برلين دېوال د نړول کېدو د دېرشمې کليزې په مناسبت جوړو شويو مراسمو ته په وينا کې پامپيو وويل: خپلواک ملتونه له هغو هېوادونو سره د ارزښتونو په رقابت بوخت وو، چې د خپلو اتباعو پر حقونو يې سترګې پټې کړې وې.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير وويل: د غرب ازاد ملتونه مسووليت لري هغه خطرونه چې د چين، روسيې او ايران غوندې حکومتونو له خوا زموږ خلکو ته راجع دي، شنډ کړي.

مايک پامپيو د برلين د هغه نړول شوي دېوال په څومترۍ کې دا خبرې کولې، چې جرمني يې سره وېشلې وه:

”موږ يعنې جرمني، امريکا او ټولو متحدانو او شريکانو په ګډه سړه جګړه وګټله. ځکه نو ډېر هيجاني او خوشحاله يم چې دلته يم، ځکه نو وياړم چې د هغه دېوال په څو مترۍ کې خبرې کوم، چې يو وخت ولاړ و او درې لسيزې مخکې د دغه دېوال نړېدل لمانځو.“

مايک پامپيو له خپل دوه ورځني سفر څخه په استفاده هڅه کوي، چې له اروپايي متحدانو سره د امريکا ترينګلې اړيکې ورغوي.

دغه اړيکې له امريکا سره د ځينو ډيپلوماتيکو او تجارتي لانجو له کبله ترينګلي شوي دي.