په ايران کې د زلزلې له کبله د مړو شمېر ٥ ته ورسېد

په تبرېز کې يوه زلزله ځپلې سيمه

د ایران دولتي رسنيو راپور ورکړى، په ازربایجان شرقي ولايت کې یوې زلزلې لږ تر لږه پنځه کسان مړه کړي دي. د زلزلې شدت د ریښتر په کچه پنځه اعشاریه نهه درجې بلل شوی دی.

د لومړنیو راپورونو له مخې په دې زلزله کې چې نن (جمعه) سهار پر ځايي وخت د سهار پر دوو بجو او ١٧ دقیقو وشوه لږ تر لږه ١٢٠ کسان ټپیان شوي دي.

چارواکي وايي، شدید باران سیمې ته د ژغورنې عمليات ټکني کړي دي.

په سیمه کې تر زلزلې وروسته تر څلوېښتو زیات ټکانونه احساس شوي دي.

د امریکا د جیولوژیکي سروې مرکز د دې زلزلې شدت پنځه اعشاریه اته او ژورتیا یې لس کیلومتره بللې ده.

د دې ادارې په وینا د زلزلې مرکز اسبفروشان ښارګوټي ته نژدې و.

د اروپا د مدیترانه يي زلزله پیژندنې مرکز بیا د زلزلې مرکز د ایران د تبریز ښار په جنوب ختیځ کې ١١٢ کیلومتره لرې بللی او زیاته کړې یې ده چې شا او خوا شل میلونه وګړو د زلزلې ټکانونه احساس کړي دي.

ایران په نړۍ کې د زلزلو پر کرښه له پرتو هېوادونو څخه دی چې ډېرې زلزلې په کې کېږي.

تېره چهارشنبه هم د دې هېواد په هورموزګان ایالت کې د پنځه اعشاریه څلور په شدت د زلزلې ټکانونه احساس شوي وو.