د فراه چارواکي وايي په څلورو ولسواليو کې پوځي عمليات پيلوي

د فراه ولايت نقشه

د فراه امنيه قومانداني وايي په څلورو هغو ولسواليو کې به پوځي عمليات وشي، چې مرکزونه يې د ناامنيو له کبله د فراه ولايت مرکز ته لېږدول شوي دي.

ګلستان، بکواه، خاک سفيد او شېبکوه هغه ولسوالۍ دي، چې رسمي کارونه يې په مرکز کې ترسره کېږي.

د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب وايي، ډېر ژر به دغه څلور ولسوالۍ له وسلوالو تصفيه شي:

”د نورو ولسواليو د ښه والي په خاطر د دغو ولسواليو مرکزونه مرکز ته لېږدول شوي دي. امنيتي ځواکونه پلان لري هغه ولسوالۍ بېرته ونيسي چې مرکزونه د فراه ولايت مرکز ته لېږدول شوي دي.“

د ازادۍ راډيو خبريال د دولتي سرچينو په حواله وايي، چې د دغو څلورو ولسواليو مرکزونه مرکز ته لېږدول شوي دي.

خو ځايي اوسېدونکي وايي تر مرکز پورې تګ او هلته د رسمي کارونو ترسره کېدل خطرناک دي.