جرمني: ایران دې د اټمي تړون له چوکاټه بهر ګام نه‌پورته کوي

هایکو ماس ایران هڅولی چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د اټمي موافقې پر اساس اقدام وکړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ویلي، ایران باید ټول هغه اقدامات چې د روان میلادي کال د جولای له میاشتې راهیسې یې کړي، لغو کړي.

هایکو ماس ایران هڅولی چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د اټمي موافقې پر اساس اقدام وکړي.

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني د نومبر په ۵مه وویل، د فوردو په نوم اټمي تأسیساتو ته به د یورانیمو د ګاز ورکولو پروسه پیل کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر پرون د نومبر په ۶مه، په یوه خبري غونډه کې چې د استونیا د بهرنیو چارو وزیر هم حاضر و، وویل: "د ایران د ولسمشر له لوري اعلان شوې خبرې د منلو وړ نه‌دي. په فوردو کې ۱۰۴۴ سنټرفیوژونو ته د یوارنیمو د ګاز ورکولو پیل له هغو تعهداتو سره چې ایران له نړیوالو سره کړي، اړخ نه‌لګوي."

د ایران حکومت په تدریجي ډول له هغې موافقې چې د ۲۰۱۵ میلادي کال کې یې له نړیوالو قدرتونو سره کړې وه، د لیرې کېدو ګامونه پورته کوي.​