د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن هنګري ته ځي او د برښنا اړوند بحثونهیې د سفر مهمه اجنډا یاده شوې ده.
دی به نن د هنګري له صدراعظم ویکتور اوربان سره په پلازمېنه بودا پست کې وګوري.
هنګري او روسیه دواړه غربي لیبرالي ارزښتونه ردوي او له کله چې روسیې د کریمیا ټاپووزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه، ښاغلی اوربان هر کال یو وار او په ۲۰۱۷ کال کې دوه واره له ولادیمیر پوتین سره لیدلي دي.
اوربان پر روسیې د اروپايي ټولنې د بندیزونو د کمولو یو قوي وکیل ګڼل کېږي.
هنګري ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین تر سفر مخکې د کرملېن مطبوعاتي دفتر ویلي چې دواړه خواوې به د روسیې-هنګرۍ پر اړیکو او په ځانګړي ډول تجارتي، اقتصادي او فرهنګي چارو باندې بحث وکړي.
د کرملېن په خبره په دې کتنه کې د سیمې او نړۍ په یو شمېر اړوند مسایلو هم بحث کېږي.
ښاغلی پوتین داسې وخت اروپايي هېواد هنګري ته سفر کوي چې په سیمه کې د روسیې حضور مخ په زیاتېدو بلل شوی دی.