چارواکي: هوايي برید کندهار کې ۳۳ طالبان وژلي دي

د کندهار د والي ویاند وايي، په شاولي کوټ ولسوالۍ کې نړیوالو ځواکونو له الوتکې د طالبانو لېږدوونکی موټر په نښه کړی او ۲۹ تنه یې وژلي دي.

د افغانستان په جنوبي ولایت کندهار کې چارواکي وايي، په شاه ولی کوټ او معروف ولسوالیو کې د نړیوالو ځواکونو په هوايي حمله کې ۳۳ طالبان وژل شوي دي.

د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډیو ته وویل، دغه عملیات د کندهار په معروف او شاولي کوټ ولسوالیو کې شوي دي.

بارکزي پرون (اکټوبر ۲۶مه) ویلي چې په شاولي کوټ ولسوالۍ کې طالبانو د چنار پر پوځي اډې د حملې لپاره پلان جوړاوه.

د کندهار د والي ویاند وايي، په شاولي کوټ ولسوالۍ کې نړیوالو ځواکونو له الوتکې د طالبانو لېږدوونکی موټر په نښه کړی او ۲۹ تنه یې وژلي دي.

د بارکزي په وینا، څلور نور وسله وال په معروف ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.