روسي پوځي خپل ۸ ملګري وژلي

د روسيې په يوه پوځي قطعه کې يوه سرتېري په ډزو اته پوځيان وژلي او دوه نور ټپيان کړي دي.

د روسيې دفاع وزارت نن وويل، دغه سرتېري د شفت د بدلولو پر مهال د سايبريا د زابايکاليه په يوه قطعه کې پر خپلو همکارانو ډزې پيل کړې.

د وزارت په حواله دغه سرتېري ښايي د ډزو په وخت کې ذهني ستونزه درلوده.

د روسيې د دفاع وزارت د معين اندري کارتاپولوف په مشرۍ يو کميسيون د پېښې ځاى ته روان شوى دى.