وسله والو د غزني د امنیې قوماندانۍ ملکي مرستیال وژلی

وسله والو د غزني د امنیې قوماندانۍ ملکي مرستیال د کابل ـ غزني پر لاره وژلی دی.

چارواکي خبر ورکوي چې د غزني د امنیې قوماندانۍ ملکي مرستیال د کابل - غزني پر لویه لاره وسله والو وژلی دی.

د ولایت ویاند محمد عارف نوري د دوشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: میرزا حسین سروش په رخصتۍ کابل ته تللی و، خو کله چې بېرته غزني ته را روان و، وسله والو طالبانو د میدان وردګ ولایت د سالارو په سیمه کې له موټره ښکته کړی و چې پرون ناوخته یې د دغه ولایت په چغتو ولسوالۍ کې مړی موندل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دغه لاره د دولتي کارکوونکو، پولیسو او مامورینو لپاره تر ټولو خونړۍ لاره بلل کېږي.

تر اوسه د پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.