رسنۍ: د طالبانو یوه پلاوي د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي سره کتلي

ارشیف، په قطر کې د طالبانو د دفتر غړي

د وسله والو طالبانو د قطر د دفتر یوه ډله مسکو ته تللې چې له روسي چارواکو سره خبرې وکړي.

دوی څو ورځې وروسته تر دې دا سفر کړی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره اوونۍ د سپټمبر د پنځمې نېټې برید ته چې د کابل په شش درک کې وشو، په اشارې په واشنګټن کې وویل چې له طالبانو سره د سولې خبرې نورې نه شته.

د امریکا ولسمشر په خپل ټوېټر کې د قهرجنو پيغامونو په لیکلو سره وايي، غوښتل‎یې چې د سپټمبر په اتمه، په ډېوېډ کمپ کې د طالبانو له مهمو مشرانو سره محرمانه لیدنه ولري.

خو ښاغلي ټرمپ ویلي: د سولې خبرې له منځه تللي، ختمې شوې، تر کومه ځایه چې په ما پورې اړه لري، خبرې له منځه تللي، طالبانو فکر کاوه چې د خلکو په وژلو سره به یې په مذاکراتو کې دریځ لوړ شي، دوی د یوه تکړه امریکایي سرتېرې په ګډون دولس تنه ووژل.

روسي اژانس تاس د طالبانو د قطر د دفتر د ویاند سهیل شاهین په وینا خبر ورکړ چې د طالبانو پلاوي د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره د جمعې په ورځ کتلي دي.

ازادي راډیو دا تأییدوي چې د طالبانو پلاوی پرون په مسکو کې و.

بل لور ته افغان اسلامي اژانس راپور ورکړی چې مسکو ته د طالبانو د تللي پلاوي مشري په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي ټیم مشر شېر محمد عباس ستانکزی کوي او په دې پلاوي کې سهیل شاهین او قاري محمد حنیف شامل دي.

افغان اسلامي اژانس څرګندوي چې د طالبانو پلاوی د مسکو له روان سفر وروسته پر دې فکر کوي چې چین ته سفر وکړي، خو د چین د سفر په اړه دې اژانس تر اوسه په خپله له طالبانو سره خبرې نه دي کړي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر غړي

د افغانستان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرې مشروطې کړي دي.

افغان ولسمشر اشرف غني تېره اوونۍ په کابل کې وویل: سوله بې قیده او شرطه نه ده او مذاکرات له اوربند پرته ممکن نه دي، موږ مذاکراتو ته تیار یوو.

مسکو روان میلادي کال دوه ځله د طالبانو د غونډو کوربه و.

له طالبانو سره د امریکایي پلاوي د خبرو له لغوه کېدو وروسته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کانګرس احضار کړی دی.

د امریکا متحده ایالتونو د کانګرس یوې کمېټې زلمی خلیلزاد په دې خاطر احضار کړی چې غواړي پوښتنې ترې وکړي.

د کانګرس دغه استماعیه غونډه د سپټمبر نولسمې (راتلونکې پنجشنبې) ته پلان شوې ده.

د استازو جرګې د بهرنیو چارو د کمېټې رئیس ایلیوټ اینګل وړمه ورځ وویل، د ټرمپ ادارې له دې چې خلیلزاد یې د خپلو فعالیتونو په اړه د خلکو استازو ته د جزیاتو له ورکولو لېرې ساتلی، ستړي شوي یوو.

هغه د ټرمپ اداره ملامته کړه چې عام امریکایان یې هم د سولې د پروسې په اړه بې خبره ساتلي دي.