د اټمي انرژۍ نړیوال اژانس په تهران کې د یورانیمو نښې موندلي

د اسراییلو د لومړي وزیر تر ادعا وروسته چې ویلي یې و د ایران په پلازمېنه تهران کې یو پټ اټمي ګودام شته، د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس پلټونکو تهران کې د یورانیمو نښې موندلي دي.

رویټرز خبري اژانس، د دوو ډيپلوماتو له خولې دا خبره کړې چې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس د پلټنو فعالیت له نزدې څاري.

ددغه اژانس محققان په تهران کې یوه ځانګړې سیمه پلټي او له ایران څخه یې غوښتي چې د ترلاسه شویو رادیو اکټیف وړانګو په اړه توضیحات ورکړي، خو تهران لا په دې اړه توضیحات نه دي ورکړي.

یورانیم عموماً په ټیټ غلظت د اتومي بټیو د سونګ د تولید لپاره پکارېږي، خو که یې غلطت لوړ وي، د اټمي وسلې د جوړولو کې ترې کاراخیستل کېږي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو تېر کال د ملګروملتونو د عمومي اسامبلې په ۷۳ مه ناسته کې د تهران په جنوب کې د یوې ودانۍ انځور وښود او ادعا یې وکړه چې هلته د ایران پټ اټمي ګودام شته او سره له دې چې څو میاشتې وړاندې یې معلومات د اټمي انرژۍ نړیوال اژانس ته ورکړي، خو خپل پلټونکي یې نه دي استولي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو

د نتانیاهو د ادعا له مخې ایران په دې ځای کې ۱۵ کیلو ګرامه یورانیم زېرمه کړي وو، خو د اسراییلو له لوري د اسنادو له افشا کېدو وروسته یې بل ځای ته وړي دي.

د ایران چارواکو هماغه وخت د اسراییل ادعا رد کړې وه.

یوه دیپلومات رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په یاد ځای کې د کشف شویو یورانیمو غلظت ټیټ دی او په دې حد کې نه دی چې د اټمي بم په جوړولو کې ورڅخه کار واخیستل شي.

ده دا هم وویل چې تراوسه لا نه شي ویلی چې دا نښه له هغو یورانیمو سره تړاو لري چې تر اټمي موافقې مخکې ایران لرل او که له موافقې وروسته وخت سره تړاو لري.

تېره اووني څو ډیپلوماتانو، د نوم د نه څرګندولو په شرط وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي وو چې ایران د تهران په یوه سیمه کې د کشف شویو راډیو اکتیف وړانګو په اړه د توضیح په ورکولو کې پاتې راغلی دی.