د سوډان د ګډې ملکي-نظامي شورا یو شمېر غړو لوړه وکړه

سوډان کې د ۱۱ کسیزې شورا مشر جنرال عبدالفتاح برهان

د سوډان د ګډې ملکي-نظامي شورا یو شمېر غړو د لوړې مراسم ترسره کړل.

په سوډان کې وروسته له څو میاشتو مظاهرو او اختلافاتو دا حکومت جوړ شو.

په سوډان کې مستقله شورا د اردو او مظاهره‌چیانو په توافق جوړه شوه او تېره شپه د دې شورا غړو د لوړې مراسم ترسره کړل. تمه ده چې درې کاله وروسته دا حکومت یو ډموکراتیک حکومت ته لار پرانیزي.

د دې ۱۱ کسیزې شورا مشري جنرال عبدالفتاح برهان ته سپارل شوې ده، ده د سوډان د قاضي‌القضات مخې ته لوړه وکړه. له موافقې سره سم به جنرال برهان ۲۱ میاشتې مشر وي بیا به ۱۸ میاشتې د ملکیانو له‌منځه یو کس انتخابېږي.

د حاکمې شورا پنځه نظامیان هغه کسان دي چې د پخواني ولسمشر عمر البشیر د حکومت تر نسکورېدو وروسته واکمنان شوي وو او پنځه تنه ملکیان د ډموکراسي پلوه جنبشونو ملاتړي دي.

د سوډان پخوانی ولسمشر عمر البشیر

مظاهره‌چیانو د عمر البشیر د حکومت پر ضد مظاهرې کولې چې بیا پوځ د اپرېل په میاشت کې د عمر البشیر حکومت نسکوره کړ او واک‌یې په خپل لاس کې ونیو، خو مظاهرو دوام پیدا کړ، خونړۍ شوې او بیا دواړو لورو د مشترکې شورا پر جوړېدو سلا وکړه.

په دې ۱۱ کسیزې شورا کې یو کس یو عیسوی قاضي دی چې د دواړو لورو له‌خوا یې وړانډیز شوی دی.

د دې شورا نهو غړو د جنرال برهان په مشرۍ د لوړو تر مراسمو وروسته پرون په پلازمېنه خرطوم کې خپله لومړۍ غونډه وکړه.

د شورا یو غړی هم د سوډان پېژندل شوی اقتصادپوه عبدالله حمدوک دی چې دی به د صدراعظم چارې مخته وړي او یوه ملکي کابینه به جوړه کړي.

په دې اړه نور: د سوډان پوځ او د سیاسي اپوزېسیون ائتلاف د واک د وېش هوکړه لاسلیک کړه

حمدوک د بریتانیا له مانچستر پوهنتون څخه دوکتورا اخیستې ده، دی پخوا د افریقا لپاره د ملګرو ملتونو د اقتصادي کمېسیون مرستیال و.

د موافقې له مخې نوې کابینه به تر ۲۰ ډېر غړي نه‌لري چې د دفاع او کورنیو چارو وزیران به‌یې د اردو له لوري ټاکل کېږي.

د دې شورا یوه ملکي غړې د پوهنتون استاده عایشه موسی ده، دی د ټلوېزیوني وینا پر مهال وویل چې دا د سوډان لپاره تاریخي ورځ ده او د خپلواکې شورا تشکیل د خلکو د انقلاب نتیجه ده چې وطندوستۍ، ګډ ژوند، ډموکراسۍ او متوازنې ودې ته‌یې په سوډان کې لار پرانیسته.