د سوډان پوځ او په هغه هېواد کې د سیاسي اپوزېسیون ائتلاف د قدرت د شریکولو موافقه لاسلیک کړه.
دا موافقه پرون د اګسټ په ۱۷مه لاسلیک شوې ده.
په سوډان کې د پوځي واکمنانو او د سیاسي مخالفانو ترمنځ موافقه د هغه هېواد په پلازمېنه، خرطوم کې لاسلیک شوې ده.
په سوډان کې ملکي ادارې ته د واک سپارلو موافقه د ډموکراسۍ پر لور یو مهم پرمختګ بلل کېږي.
په سوډان کې لاسلیک شوې موافقه به د دې لپاره زمینه برابره کړي چې ملکي ادارې قدرت انتقال کړي.
د سوډان پوځ د اپرېل په میاشت کې د خلکو تر پرلهپسې اعتراضونو وروسته، د هغه هېواد ولسمشر عمر البشیر له واکه لیرې کړ.
د سوډان پخوانی جمهور رئیس، عمر البشیر د اپرېل په ۱۱مه نېټه د خلکو د اعتراضونو په پایله کې له واکه لیرې شو.
تر بشیر وروسته، یوې پوځي شورا واک په لاس کې واخیست.
په سوډان کې اعتراض کوونکو له هغه راهیسې نارې وهلې چې واک باید ملکي حکومت ته وسپاري.
په سوډان کې د ولسي اعتراضونو مشرانو تر اوسه، په دې اړه له پوځي رهبرۍ سره مذاکرې کولې.
هغوی د مذاکرو سره په یوه وخت کې، اعتراضونه جاري ساتلي و او غوښتنهیې کوله چې واکمني ملکي شي.
په سوډان کې د شوې موافقې له مخې به یوه خپلواکه شورا چې شپږ ملکي چارواکي او پنځه جنرالان پهکې غړي دي، د انتخاباتو تر وخته د هغه هېواد چارې رهبري کوي.
ټاکل شوې چې راتلونکې اوونۍ، یو صدراعظم چې د ملکي خلکو لهخوا یې نوم وړاندې شوی، په دنده وګومارل شي.
په سوډان کې پرون د موافقې د لاسلیک په مراسمو کې د جنوبي سوډان د ولسمشر او د ایتیوپیا د صدراعظم په ګډون د سیمې او نړیوالو سازمانونو یو شمېر استازو حضور درلود.