د زهرو کاروان د دې اوونۍ په خپرونه کې د نشه يي موادو په اړه مو د اوونۍ مهمو پېښو ته لنډه کتنه کړې:
په یو راپور کې اورئ چې د نيمروز هغه سيمې چې د طالبانو په واک کې دي، د نشه يي او کېمياوي موادو د قاچاق په لارو اوښتي دي.
په یو بل راپور کې اورئ چې یو پخوانی معتاد اوس د معتادینو د درملنې په یوه مرکز کې د نورو معتادینو په درملنه کې مرسته کوی.
له یوه دیني عالم سره په مرکه کې به د معتادینو له خوا د حج د فریضې د اداء کولو په اړه خبر شئ.
او په وروستۍ برخه کې له یوې خاطرې وروسته په زړه پورې ډرامه هم اورېدلی شئ.
د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5