د اټمي تړون لاسلیک کوونکو هېوادونو ته د تهران خبرداری

د ایران د اټمي انرژۍ د سازمان ویاند بهروز کمالوندي

تهران د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون اروپايي لاسلیک کوونکو هېوادونو ته ویلي که پر دغه هېواد د امریکا د سختو بندیزونو مخه ونه‌نیسي ایران به د یاد تړون له تعهداتو زیات واوړي.

د ایران د اټمي انرژۍ د سازمان ویاند بهروز کمالوندي ویلي موږ به یا خپلې ژمنې یوې خوا ته پرېږدو یا به‌یې وځنډوو او د خپلو اټمي فعالیتونو سرعت به زیات کړو.

بریتانیا، فرانسه او جرمني هغه اروپايي هېوادونه دي چې په ۲۰۱۵ کال کې یې د نورو اټمي قدرتونو امریکا، چین او روسیې سربېره له ایران سره اټمي تړون لاسلیک کړی و.

امریکا تېر کال له دې تړونه وتلې او پر ایران‌یې له هماغه وخت سخت بندیزونه لګولي.

اروپايي هېوادونه لا نه‌دي توانېدلي چې په ایران د امریکا د سختو بندیزونو مخه ونیسي.

دغو بندیزونو د ایران اقتصاد له ماتې سره مخ کړی او دا هېواد یې هم په غبرګون له زیاتو هغو ژمنو تېر شوی چې د اټمي تړون په نتیجه کې ورته قایلېده.

له دې ډلې د ایران د اټمي انرژۍ د سازمان د ویاند بهروز کمالوندي په خبره د درنو اوبو کچه له ۱۳۰ ټنو اوښتې او له ۳۰۰ کیلو ګرامو زیات یورانیم‌یې بډایه کړي.

بډایه یورانیم د اټمي بمونو په جوړولو او درنې اوبه هم د اټمونو د ازمیښت په دستګاه کې کارېږي.