کابل او واشنګټن موافقه کړې چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې روانې هڅې ګړندۍ کړي.
د افغانستان او امریکا حکومتونو ویلي چې افغان ولسمشر اشرف غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د چهارشنبې په ورځ په ټيليفوني خبرو کې پر دې موافقه وکړه چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې هڅې باید چټکې شي.
ښاغلي غني په روانه اوونۍ کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د هغې وینا په اړه له واشنګټنه د وضاحت غوښتنه وکړه چې ویې ویل، امریکا د افغانستان جګړه ګټلی شي خو نه غواړي لس میلیونه انسانان ووژني.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د کابل او واشنګټن په ګډ بیان کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، یادونه شوې چې پامپیو ولسمشر غني ته ډاډ ورکړ چې په د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ په ستراتيژۍ کې د امریکايي ځواکونو د شمېر د کمولو په ګډون کوم بدلون نه دی راغلی.
بیان زیاتوي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جوزف ډانفورډ د همدې لپاره کابل ته استول شوي دي چې د سولې د هڅو د راتلونکو پړاوونو په اړه له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.
په همدې حال کې افغان حکومت وايي، له طالبانو سره د خبرو لپاره د مرکچي پلاوي د غوراوي په برخه کې پرمختګ شوی دی.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون په کابل کې په یوه خبري غونډه کې په دې اړه څرګندونې وکړې او ویې ویل: یو مورد چې اوس مهال کار پرې شوی، د مرکچي پلاوي ټاکل دي، هغه پلاوی چې د افغانستان له لوري د خبرو په راتلونکو پړاوونو کې باید ګډون وکړي، زموږ هڅه به دا وي چې مرکچي پلاوی داځل توپیر ولري، مختصر وي او ټول اړخونه ګډون پکې ولري.
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
تمه کېږي چې طالبان به په دوحه کې له امریکايي چارواکو سره د خبرو په اتم پړاو کې دا ومني چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي.
د سولې د عالي شورا د اجرائیه پلاوي غړی قاضي محمد امین وقاد وايي، افغان حکومت باید د احتمالي خبرو لپاره خپل پلاوی له اوسه چمتو کړي.
ده وویل: د افغانستان دولت باید خپل مرکچي پلاوی وټاکي، داسې پلاوی چې طالبانو ته هم د منلو وړ وي او د دولت او ملت استازیتوب هم وکولای شي، هیله مند یوو چې په دې برخه کې چې کومې پېشبینۍ او خوشبینۍ شته، نتیجه ورکړي او افغان دولت ژرترژره خپله تیاري ونیسي، د اتم پړاو خبرې ډېرې نږدې دي او دا فرصت باید موږ له لاسه ورنه کړو.
طالبانو او د خلیلزاد په مشرۍ امریکايي چارواکو تردې دمه اووه ځلې خبرې سره کړې دي چې اجنډا یې تر ډېره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو، د ترورېزم ضد مبارزې، اوربند او بین الافغاني خبرو باندې متمرکزه وه.
که څه هم په دې خبرو کې دواړو خواوو د پرمختګ خبر ورکړی، خو عملاً پر هېڅ مورد هم موافقه نه ده شوې.