اسرائیلو د سوریې د پوځ او ملاتړو ځواکونو پر مرکزونو برید کړی

سوریه کې اسرائیلو ته اړوند د برید له وېډیو اخیستل شوی انځور

د راپورونو له مخې اسرائیلو نن سهار وختي د سوریې په جنوب کې جولان لوړو ته نږدې د سوریې د پوځ او ملاتړو ځواکونو پر مرکزونو د توغندیو برید کړی دی.

د سوریې د دولتي خبرې اژانس سانا د خبر له مخې اسرائیل دغه حمله د تل الحرا په سیمه کې کړې ده.

د خبر له مخې په دغه برید کې دغو مرکزونو ته مالي زیانونه اوښتي.

په لندن کې دېره د سوریې د بشري حقونو ډلې هم د اسرائیل له‌خوا د دغه برید پخلی کړی او ویلي یې دي چې په درعا او څنګلوري ولایت کې دوه سیمې اسرائیل په نښه کړې وې.

دغې ډلې په دغو بریدونو کې د تلفاتو خبره کړې، خو په دې اړه‌یې نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

د اسرائیل پوځ تر اوسه په دې اړه تبصره نه‌ده کړې.