اروپایي ټولنه وایي، اروپایان د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال په اټمي تړون کې د ایران سرغړونه ډېره جدي نهانګېري.
اروپایي ټولنه وایي، د ۲۰۱۵ میلادي کال د ایران له اټمي تړونه داسې لویه سرغړونه نه ده شوې چې د دې تړون د عملي کېدو خنډ شي.
د دې اشاره د ایران له لوري د یورانیمو د بډاینې د سطحې لوړېدو ته وه چې د دغه تړون پر خلاف یې دا ګام اخستی دی.
د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشرې فیدریکا موګریني د دوشنبې په ورځ وویل چې په همدې دلیل د دې تړون اروپایي لاسلیک کوونکي هېوادونه نیت نه لري چې د دې تړون د اختلافاتو د حل لپاره یوه تګلاره رامنځته کړي.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشره فیدریکا موګریني
موګریني د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې له ایران سره د دې تړون د بشپړ خوندیتوب لپاره یې ښه بحثونه درلودل.
نوموړي زیاته کړه: موږ ټول هغه اقدامات چې له بده مرغه د ایران له لوري شوي، ومولیدل او ومو ارزول او له ایرانه مو وغوښتل چې بېرته د دې تړون بشپړ عملي کېدو ته ور وګرځي، غواړو واضح ووایم، ټول هغه تخنیکي اقدامات چې شوي، د بېرته راګرځېدو وړ دي.
دا غونډه په همدې هدف جوړه شوې وه چې د امریکا او ایران تر منځ د وروستیو لانجو را وروسته د ایران د اټمي تړون د خوندیتوب لپاره لارې چارې ولټوي.
امریکا په ۲۰۱۸ کال کې له دې تړونه ووتله او پر ایران یې نور بندیزونه ولګول.
د دغه تړون له مخې، ایران اجازه لري چې ۳۰۰ کیلو ګرامه یورانیم تر ۳،۶۷ درجې پورې بډای کړي.
په همدې حال کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هنټ وویل: موږ تر اوسه د دې تړون د خوندیتوب لپاره وخت لرو.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هنټ
نوموړي زیاته کړه، سره له دې چې امریکا او بریتانیا نږدې متحدین دي، خو لندن له ایران سره د بحران په مخته وړلو کې له متحده ایالاتو سره موافق نه دی.
د اروپایي ټولنې تر دې غونډې دمخه د ایران ولسمشر حسن روحاني ټینګار وکړ چې هېواد یې له امریکا سره خبرو ته حاضر دی، که چېري امریکا پر تهران بندیزونه ختم کړي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ایران د ولسمشر دا وړاندیز رد کړ.
مایک پامپیو تېره ورځ واشنګټن پست ته وویل، دا هغه وړاندیز دی چې حسن روحاني د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما او د بهرنیو چارو وزیر جان کري ته هم ورکړی و.