کوربه انګلستان د کرکټ په نړیوال جام کې د نیوزیلنډ په وړاندې

د انګلستان د کرکټ لوبغاړي

د کرکټ د نړیوال جام وروستۍ لوبه نن د انګلستان او نیوزیلنډ ترمنځ ده.

دا د کرکټ د سږني نړیوال جام اته څلوېښتمه او وروستۍ لوبه ده.

انګلستان د دې لوبې کوربه دی او په نننۍ لوبه کې یې په سلو کې پنځه اویا د بریالیتوب اټکل کېږي.

له دواړو ټیمونو څخه یو هم تر اوسه پورې د کرکټ د نړیوال جام اتلولي نه ده ترلاسه کړې او په دې توګه به د نننۍ لوبې ګټونکی که هر ټیم وي، د لومړي ځل لپاره به د کرکټ د نړیوالو سیالیو د اتلولۍ لقب خپل کړي.

د دواړو ټیمونو ترمنځ لوبه د افغانستان په وخت دوه بجې د لندن د کرکټ په لوبغالي کې ترسره کېږي.