د کرکټ جام دوهمه نيمه پايلوبه د اسټراليا او انګلستان ترمنځ ده

د انګلستان د کرکټ لوبډله

د کرکټ د ٢٠١٩میلادي کال د نړيوال جام دوهمه نيمه پايلوبه يا سيمي فاينل نن د اسټراليا او انګلستان ترمنځ کېږي.

د برمنګهم په لوبغالي کې به دغه مسابقه د افغانستان پر وخت د ماسپښين پر دوو بجو پيل شي.

د دې مسابقې ګټونکى ټيم به پايلوبې يا فاينل مسابقې ته لار پيدا کوي.

په لومړۍ نيمه پايلوبه کې پرون د چهارشنبې په ورځ نيوزلنډ وتوانېد هندوستان ته ماتې ورکړي او پايلوبې ته لار پيدا کړي.

نيوزيلنډ په‌دې مسابقه کې هندوستان ته د ٢٤٠ منډو هدف وټاکه.

ډېرو فکر کاوه چې هندوستان به وکړاى شي، هدف په اسانۍ پوره کړي، خو د نيوزيلنډ بالرانو د لوبې په پيل کې د هندوستان تکړه لوبغاړي وسوځول او مسابقه يې د ځان په ګټه تمامه کړه.

د دغه نړيوال جام پايلوبه را روانه يکشنبه د لندن په لوبغالي کې ترسره کېږي.