نن هند له نیوزیلنډ سره د کرکټ د نړیوال جام لومړۍ نیمه پایلوبه کوي

د کرکټ لوبغالی

د کرکټ د نړیوال جام لومړۍ نیمه پایلوبه نن د هند او نیوزیلنډ تر منځ کېږي.

هند د ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام کې له نهو لوبو اووه ګټلي او تر اوسه په ګروپي لحاظ لومړی مقام لري.

نیوزیلنډ پنځه لوبې ګټلي او د څلورو غوره ټیمونو وروستی ځای لري.

د دوی لوبه به د مانچسټر په ښار کې په ځايي وخت په لس نیمو بجو پيل شي.

سبا یعنې چهارشنبه د کوربه انګلستان او اسټرالیا ټیمونه دوهمه نیمه پایلوبه کوي.

د ۲۰۱۹ کال د کرکټ نړیوال جام د انګلستان او ویلز په کوربه توب د جون په ۲۹مه پیل شوی او د جولای په څوارلسمه به ختم شي.

افغان ټیم په دې جام کې خپلې ټولې نهه واړه لوبې وبایللې او د شنبې په ورځ هېواد ته را ستون شو.