د کرکټ جام: هند له سریلانکا او جنوبي افريقا له اسټراليا وګاټه

د کرکټ د ٢٠١٩میلادي کال نړيوال جام د سياليو په لړ کې پرون شنبه دوه مسابقې وشوې.

لومړۍ مسابقه د افغانستان پر وخت د ماسپښين پر دوو بجو د هندوستان او سريلانکا ترمنځ پيل شوه.

لوبه سريلانکا پيل کړه چې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو سره يې ٢ سوه څلورشپېته منډې وکړې.

هندوستان د ٢سوه پنځه شپېتو منډو هدف په اسانۍ، د ٣ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.

بله مسابقه پرون شنبه مازيګر د جنوبي افريقا او اسټراليا ترمنځ وشوه چې ډېره په زړه پورې وه.

لوبه جنوبي افريقا پيل کړه چې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو سره يې ٣ سوه پنځه ويشت منډې وکړې.

اسټراليا دغه مسابقه د ١٠ منډو په توپير په داسې حال کې وبايلله چې ټول لوبغاړي يې وسوځېدل.