د هند روغتونونه که د ترجمانانو د عوایدو منبع!

Your browser doesn’t support HTML5

یو شمېر افغان ناروغان شکایت کوي او وايي چې په هند کې ترې ترجمانان په ډول ډول پلمو ډېرې پیسې اخلي. ترجمانان په دغه راپور کې حاضر نه شول چې د ناروغانو د دغو شکایتونو پر وړاندې ځواب ووايي. تمیم اخګر هند ته تللی او د افغان ناروغانو د ستونزو په اړه یې دغه ویډیويي راپور چمتو کړی دی .