د کرکټ په نړیوال جام کې د ګروپي دور وروستۍ دوه لوبې نن کېږي

د کرکټ لوبغالی

د کرکټ په نړیوال جام کې د ګروپي دور وروستۍ دوه لوبې نن کېږي.

لومړی به هند له سریلانکا سره مخ شي او بیا به استرالیا له جنوبي افریقا سره لوبه کوي.

په نړیوال جام کې پرون پاکستان بنګله دېش ته ماته ورکړې ده، د دوی لوبه د لندن په لارډز لوبغالي کې وشوه.

پاکستان بنګله دېش ته د ۳۱۶ منډو هدف ورکړی و، خو بنګله دیشي لوبغاړو یوازې ۲۲۱ منډې وکړای شوې.

پاکستان که څه هم دا لوبه وګټله، خو ونه توانېد چې په نړیوال جام کې نیمه پایلوبې ته ووځي، ځکه لا هم د څلورو ټیمونو د وروستي ټیم یعنې نیوزیلنډ له امتیازونو شاته و.

په دې ترتیب په استرالیا، هند او انګلستان سربېره نیوزیلنډ هم په نیمه پایلوبو کې چې له دوشنبې پیلېږي، خپل ځای پوخ کړ.

د کرکټ په نړیوال جام کې چې د انګلستان او ویلز په کوربه توب روان دی، یوازې د سر څلور ټیمونه پاتې کېږي او پاتې نور بېرته خپلو هېوادونو ته ستنېږي.

افغانستان دا وار ښه ونه ځلېد او د ګروپي دور ټولې نهه واړه لوبې یې وبایللې.

افغان ټیم بېرته وطن ته پر لار دی.